زېری
د افغان بنسټ د دعوت او نشراتو مدير محترم ورور مولوي عبدالحق حماد صاحب د قرآن کريم صوتي ترجمه بشپړه کړه
نوموړي له دوو کلونو خوارۍ وروسته د الله تعالی په توفيق په دې وتوانېد چې په ساده او روانه پښتو ژبه د قرآن کريم ترجمه وليکي او بيا يې د نړۍ د مشهورو قاريانو له قرائتونو سره په لوړ کيفيت په خپل غږ کې ثبت کړي.
له الله نه ورته د نورو خدمتونو توفيق غواړو.
که غواړئ چې دا ترجمه ترلاسه کړئ د ټيليګرام له لاندې پيج څخه يې ترلاسه کولای سئ
@hammadafghan
او ډېر ژر به د افغان بنسټ د ويب پاڼي له لاري هم خپره سي.
د يادوني وړ ده چې دا ترجمه د افغان بنسټ اړوند افغان ږغ راډيو له لاري هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه تر اتو بجو پوري خپرېږي.